د نورستان ولايت تړلې لارې د چهارشنبې په ورځ پرانستل شوې

د نورستان د فوايد عامې ريس انجينر ضابط منګل ازادۍ راډيو ته وويل، د فوايدعامې وزارت په مالي پاملرنه يې د سيمه ايزو خلکو په په دوديزو وسايلو نورستان ته ورغلې پلي او سورې لارې پاکې کړې او د ټرافيکو پرمخ پرانستل شوې.

نورستان لوړ غرنى ولايت دى چې دژمي په پاى کې د بياځلي واورې په ورېدو يې ښايي لارې بيا وتړل شي.

که داسې وشي ايا ددغه ولايت فوايدعامه د لارو د بيا پاکونې امکانات لري انجينر ضابط منګل وويل: له محلي خلکو سره ددوى قرار دادونه دژمي تر پايه دي اوکه لارې بندې شي نو بيا به پاکې کړى شي.

د نورستان ولايت لويې لارې تراوسه پخې شوې نه دي سيمه ايز خلک وايي، واورې او باران يې هر ځل خامه لارې ويجاړوي چې پخېدو ته يې اشد ضرورت دى او حکومت ورته بايد پام ور واړوي خو دنورستان چارواکي وايي دغلته د نا امنه وضعې په وجه د نورستان د لارو پخول تر اوسه ممکن شوي نه دي.