روسیه:امریکا د اتومي وسلو د کمولو اسناد دې ژر بشپړ کړي

د روسیې ولسمشر دیمتري میدودیف وايي،هغه او د امریکا ولسمشر بارک اوباما په دې سلا شوي، چې د ستارت په نامه د اتومې وسلو د کمولو په برخه کې د نوې ستراتیژیک تړون د لاسلیکولو او تیارۍ چارې چټکې کړي .

کرملین په یوه اعلاميه کې ویلي، پرون میدويدیف له ولسمشر اوباما سره د تیلفوني خبرو پر مهال د یاد شوي تړون په اړه پر خبرو او د اسنادو د ژر تر ژره بشپړېدو پر اهمیت ټینګار وکړ .

د امریکا ولسمشر بارک اوباما او د روسيې ولسمشر د یمتري میدويديف د ستارت یو په نامه د نولس سوه یو نویم ميلادي کال د پوځې ستراتیژیک تړون د نوي کولو ژمنه کړې. د دې پوځې تړون موده تېر میلادي کال ختمه شوه .