ناټو په مارجه کې له لږ مقامت سره مخ دی

ناټو وايي ،نړېوال ځواکونه د مارجې ولسوالۍ په پوځي عملياتو کې د مخالفو وسله والو له لږ مقاومت سره مخامخ دي.

د ناټو او امریکايي ځواکونو شاو خوا پینځلس زره سرتېري د مارجې په عملیاتو کې برخه لري، دا عملیات د افغانستان په جنوب کې د وسله والو طالبانو د استوګنځيو د موندلو او پر دې سیمو د حکومتي او نړېوالو ځواکونو د کنترول لرلو لپاره پيل شوي دي.

داسي ښکاري چې د مارجې عملیات له دوه زره لومړي میلادي کال راهیسي چې د طالبانو واکمني نسکوره شوه په افغانستان کې تر ټولو لوى پوځې عملیات دي .

بله خوا د افغانستان د بشر حقوقو خپلواک کمیسون پرون په خپل راپور کې وویل چې په مارجې کې د روانو عملیاتو په نتيجه کې تر اوسه د دیارلسو ماشومانو په ګډون اته ویشت ملکیان وژل شوي دي.