د افغانستان د خبريالانو ملي ټولنې د كندهار د اطلاعاتو او فرهنګ د رئيس عبدالمجيد بابي وژنه وغندله.
نوموړي په كندهار ښار كې نن سهارپه داسې حال كې د وسلوالو كسانو له خوا په ډزو كې ووژل شو، چې خپل دفتر ته روان و.
د افغانستان د خبريالانو د ملي ټولنې مشر عبدالحميد مبارز ازادۍ راډيو ته وويل، ترهګر په داسې اعمالو سره په افغانستان كې د خبريالانو او فرهنګيانو د فعاليتونو مخه نه شي نيولاى.
د كورنيو چارو وزارت هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره د بابي وژنه غندلې او ويلي يې دي، چې حمله كوونكي تيښتيدلي او پوليسو يې لټه پيل كړې ده.
بل خوا د طالبانو يوه وياند قاري يوسف احمدي له رسنيو سره په تماس كې د نوموړي د وژنې مسئوليت پرغاړه اخيستي دى.
عبدالمجيد بابى له يوې فرهنګي كورنۍ څخه و او د تېرو اتو كلونو راهيسي يې د كندهار د اطلاعاتو او فرهنګ د رئيس په توګه كار كړى و.