د ملګرو ملتونو يوه چارواکي له البانيا څخه غوښتنه کړې، چې د انسان وژنې د پېښې په اړه تحقيقات وکړي.
په ملګرو ملتونو کې د بشر حقوقو يوه ماهر پرون له البانيا څخه د پوره همکارۍ غوښتنه وکړه، چې د سربيا د هغو ملکيانو د وژنې په اړه تحقيقات وکړي، چې په ١٩٩٩م کال کې د کوساوو په جګړه کې يې د بدن غړي پرې شوي دي.
د ملګرو ملتونو د ادارې دغه چارواکي وويل، د البانيا حکومت په رسمي ډول د دغو تحقيقاتو په وړاندې خنډونه ايجاد کړي.
د سربيا چارواکو ادعا کړې چې د جنګ په وخت کې البانيايي نژاده چريکانو ملکي سربيان البانيا ته وتښتول، تر وژنې وروسته يې د هغوى د بدن غړي په تورو بازارونو کې وپلورل.
کوساوو او البانيا د انساني بدن د غړو د دې قاچاق په اړه ولاړې شوې ادعاوې په کلکه رد کړي، په دې اړه په لومړي ځل په هغه کتاب کې معلومات خپاره شول، چې د ملګرو ملتونو د جنګي جرمونو يوې پخوانۍ څېړونکې ليکلى.