بهرني څارونکي د افغان انتخاباتومخنیوی کوي

ولسمشر حامد کرزي د انتخاباتو نوى قانون لاسليک کړى، چې له مخې يې د انتخاباتو په څارونکې ډله کې د بهرنيو څارونکو د کار مخنيوى شوى دى.

د ولسمشر مطبوعاتي دفتر پرون وويل، پارلمان ونه کړاى شول چې دغه قانون رد کړي، ځکه چې ولسمشر ورباندې لاسليک کړى و.

د انتخاباتو د شکايت اورېدنې کميسيون کې پخوا پنځو بهرنيانو کار کاوه، چې درې يې د ملګرو ملتونو له خوا ټاکل شوي وو. چې تېر کال يې د جمهوري رياست په انتخاباتو کې د کرزي يو په درېيمه برخه رايې د درغليو په تور باطلې اعلان کړې.

ولسمشر کرزي په دې قانون کې تغييرات راوستل او په دې توګه يې د شکايت اورېدنې د کميسيون ټول واک په خپل لاس کې واخيست.

د کرزي يوه وياند سيامک هروي وويل، د دې اصلاح شوي قانون له مخې ولسمشر کولاى شي دې کميسيون ته پنځه کسان وروپېژني.

د پخواني قانون پر اساس، ملګرو ملتونو د دې پنځه کسيز کميسيون درې غړي ټاکلاى شواى.