د افغانستان سرحدي پوليسو په خوست ولايت كې له سلګونو بې ځايه شوېو كورنيو او راستانه شوېو كډوالو سره د خوراكي او غير خوراكي موادو مرسته وكړه.
په خوست كې د سرحدي پوليسو د لوا درستيزوال شيراحمد كوچي ازادۍ راډيو ته وويل، چې دغه مرستې تېره ورځ د خوست ښار په شمال ختيځه برخه كې په شاوخوا څلورو سوو كورنيو وويشل شوې.
بل خوا د افغانستان د ملي اردو چارواكي هم وايي، چې د خوست ولايت په هغو سيمو كې له خلكو سره د خوراكي او غيرخوراكي موادو مرسته كوي چې د كماند په نوم پوځي عمليات په كې روان دي. دغه عمليات د خوست په نهو ولسواليو كې روان دي.