د کانګرس په نندارتون کې د ازادۍ راډیو د اوریدونکو لیکونه نندارې ته وړاندې شول

په واشنګټن کې د کانګرس په نندارتون کې د ازادۍ راډيو د اوریدونکو یو شمېر اوږده او ښکلې لیکونه نندارې ته کېښودل شول.

دغه لیکونه د امریکا د کانګرس کتابتون ته غوره شوي چې د تل لپاره به په کې خوندي شي.

ازادۍ راډیو ته هره اونۍ د خپلو اوریدونکو او مینه والو په سلګونو لیکونه راځي، چې د پوهنتون محصلان، بزګران، کلیوال او چارواکي او نور په کې خپلې ستونزې بیانوي، د خپلې خوښې سندرې غواړي او یا هم د خپل زړه حال له راډیو سره شریکوي.