ایران وايي خوندي اتومي تاسیسات جوړوي

د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد نن وویل چې نړیوال قدرتونه په هیڅ وجه نشي کولای چې د دی هیواد داټومی فعالیتونو مخه ونیسی.

احمدی نژاد دایران شمال ختیځ ولایت خراسان کی د وینا په ترڅ کې وویل، د لویدیځ قدرتونو هغه ادعا چې ایران یې د اټومی وسلوپه جوړولو تورن کړی، بی اساسه ده او د دی هیواد اټومي پروګرام په ایران کې د سوکالۍ د پرمختګ په مانا دی.

احمدی نژاد داڅرګندونې یوه ورځ وروسته تردې کوي چې دایران د اټومی انرژی لوړرتبه چارواکي علی اکبر صالحي وایي، ایران د غرونو دننه د یورانیمو دغني کولودوه نوي تاسیسات ددې لپاره جوړوی چې د احتمالي حملې په وړاندی خوندی وي.

صالحي په تهران کې ایسنا خبري اژانس ته وویل چې د دغو نویوتاسیساتو کار به په نوي کال کې پیل شي.

هغه وویل چی داوږده مهاله پلان له مخې دیورانیمو د غني کولو لس نوي بټۍ جوړیږي.

صالحی وویل د پنځو لپاره ځایونه په نښه شوي او د پنځو نورو لپاره به ځایونه ډیر ژر وموندل شي.

په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیو چارو دوزارت ویاند فیلیپ کرولی وایي، دایران له خوا د یورانیمو د غنی کولو د تاسیساتو د جوړولو پلانونه ښیي چې دا هیواد علاقه نه لري چی د خپل اټومي پروګرام په اړه له نړیوالې ټولنی سره همکاري وکړي.