زابل کې د یو ماین په چاودنه کې یو رومانیايي سرتېری ووژل شو

د زابل په مركز قلات كې د كابل – كندهار پر لويه لاره نن سهار پر رومانيايي ځواكونو باندې د سړك د غاړي يو ماين الوتي دي، چې په ترڅ كې يې يو رومانيي سرتيري وژل شوی دی.

د زابل د والي وياند محمد جان رسول يار ازادي راډيو ته وويل، چې په دغه پېښه كې پنځه رومانيايي سرتيري ټپي شوي دي او د رومانيايي ځواكونو يو موټر په بشپړه توګه ويجاړ شوی دی.

له بلې خوا د رومانيا د دفاع وزارت په دې پېښه كې د خپل يوه سرتيري د وژل كېدو خبر تاييد كړی دي.

طالبانو د پيښې مسووليت په غاړه اخيستی او ادعا يې كړې، چې په دې پيښه كې يې څلور رومانيايي سرتيري وژلي دي.