ټاکل شوې ده، چې یوپلاوي به نن په ننګرهار کې د پروني ځان وژونكي حملې په اړه خپلې پلټنې پيل كړي.
د ننګرهار په خوګیاڼیو ولسوالۍ کې د تيرې ورځې په ځان وژونكي بريد كې د ننګرهار د والي ګل اغا شيرزي په وينا د پخوانی جهادي قوماندان حاجي زمان غمشريك په ګډون لږترلږه پنځه تنه مړه شوي دي.
خو د سيمې يوه قومې مشر ملك احمد ازادي راډيو ته وويل، چې دوی د پيښې په ځای كې ۱۴ مړي او تر ۲۰ زيات ټپيان ليدلي دي.
داسي راپورونه هم خپاره شوي وو، چې په دغه بريد كې د ننګرهار د ګډوالو د چارو ريیس حاجي عبدالرحمن شمس هم وژل شوی دی خو د ننګرهار د صحت عاميې د روغتون د جراحي څانګې يو ډاكټر عصمت الله عصمت ازادي راډيو ته وويل، چې حاجي شمس يواځي ټپي دی او روغتيايي وضعه يې زياته د انديښني وړ نه ده.
ډاكټرعصمت زياته كړه، چې حاجي شمس تېره شپه د پرمختللي درملنې لپاره د بګرام پوځي روغتون ته انتقال شوي دي.