د افغانستان د وزیرانو شورا په ارزګان کې د ملکي خلکو وژنه وغندله

د افغانستان د وزيرانو شورا په خپلې نننی غونډه كې په ارزګان كې د ملكي خلكو د وژل كېدو پېښه په كلكه وغندله او له نړېوالو ځواكونو څخه يي وغوښتل، چې د هوايي بريدونو پرمهال دې له افغان امنيتي ځواكونو سره بشپړه همغږي ولري.

د افغانستان د جمهوري رياست له خوا په يوې خپرې شوي اعلاميي كې راغلي دي، چې د څلورو ميرمنو او يو كوچني په ګډون ۳۳ ملكي كسان هغه مهال مړه شول كله، چې نړېوالو ځواكونو د ملكي وګړو په درېو موټرو، چې د كندهار ښار پر لور روان وه هوايي بريد ترسره كړ.

ويل شوي دي چې په دې پېښه كې ۱۲ نور ملكي وګړي ژوبل شوي دي، خو راپور زياتوي چې د دې پېښې قربانيان د دايكنډي د ولايت اوسيدونكي وه.

له بلې خوا نړېوالو سوله ساتو ځواكونو د يوې اعلاميي په ترڅ كې دغه پېښه تاييد او زياته كړې ده، چې د دوي د معلوماتو پر بنسټ ټاكل شوي وه، چې يوه ډله وسلوالو مخالفينو له دغې لارې څخه غوښتل، چې په افغان او نړېوالو ځواكونو باندې بريد وكړي.

په اعلاميه كي د نړېوالو سوله ساتو ځواكونو عمومي قومندان د پېښې په اړه خواشيني څرګنده كړي او ويلي دي چې په دې اړه به تحقيقات وكړي.