د ارزګان ولايتي شورا دا تاييد كړې ده، چې په دې ولايت كې د نړېوالو ځواكونو د يوه هوايي بريد په ترڅ كې ۱۹ ملكي كسان مړه او ۱۵ نور ټپي شوي دي.
د ارزګان د ولايتي شورا مشر امان الله هوتكي ازادۍ راډيو ته وويل چې دغه بريد تېره ورځ د نوموړي ولايت د چوزار په سيمه كې ترسره شوی دی.
په عين حال كې د افغانستان د كورنيو چارو د وزارت وياند زمري بشرۍ هم ازادۍ راډيو ته دا تاييد كړه، چې د دغه هوايي بريد په ترڅ كې تر شلو زيات ملكي كسان مړه او تر لسو زيات نور ژوبل شوي دي.
ښاغلي بشري زياته كړه چې د پېښې د څيړلو لپاره سيمي ته يو پلاوی استول شوی دی.
خو نړېوالو ځواكونو تر دې مهال د پېښې په اړه كومه تبصره نه ده كړې.