نن سهار د سرحد ايالت د مانسهرې سيمې په بالاكوټ كې پرله پسې دوې چاودنې شوې دي، چې مرګ ژوبله يې هم اړولې ده.
د راپورنوله مخې لومړۍ چاودنه د مانسهرې سيمې د پوليسو د يوې قومندانۍ په لويه دروازه كې شوې ده، چې په ترڅ كې يې دوه پوليس ټپيان شوي دي.
پوليس وايي، يوه مشكوك كس، چې هڅه یي کوله قوماندانۍ ته ننوځي په دروازه کې یي ساتونکو مخه ونیوله، چې ورسته یي خپل ځان والوزاوه.
دويمه چاودنه هم په مانسهرې پورې مربوط د بالاكوټ سيمې د پوليسو په يوه مركز كې شوې، چې له امله يې د پوليسو يو مشر وژل شوى او شپږ نور پوليس په كې ټپيان شوي دي.
ویل کیږی، چې دا هم یوه ځان وژونكې برید وه.
بل خوا پاکستاني جټ الوتکو نن په جنوبي وزیرستان کې د القاعده ملاتړو سخت دریځووسله والو د پټېدو په یوځای برید وکړه، چې له امله یي د پوځ په وینا دیرش کسان ووژل شول.
دغه برید افغانستان پولي ته نژدې د شاوال په غرنۍ سیمه کې چې د وسله والو د پټېدو اصلي ځای دی شوی ده.