د بلوچستان په زيارت سيمه كې، چې په ۲۰۰۸م كال كې يوه زوروره زلزله راغله او په نتيجه كې يې تر دوو سوو زيات كسان مړه شول، د زلزلې له امله د زيارت ډېرې كورنۍ پنجاب او سند ايالتونو ته كډه شوې ده خو څه، چې يي په زيارت كې اوسېږي، وايي اوس هم په خېمو كې ژوند كوي او ماشومان يې د زياتې يخني له امله په ناروغيو اخته شوي دي.