دوبۍ پولیس وايي باوري دي چې د حماس یو مشر د اسرایلو استخباراتو وژلی دی

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ میلیبنډ نن ووویل لندن تمه لري چې اسرایل به د حماس د ډلې د یوه مشر د مشکوکو وژونکو لخوا د جعلي برتانوي پاسپورټونو د کارولو په موضوع هم کې پوره همکاري وکړي.

په دې اړه چې تیره میاشت په دوبۍ کې د حماس د یوه مهم غړي محمد المبحوح د وژنې تر شا د چا لاس وه شکونه هغه وخت د اسرایلو پر استخباراتو موساد زیات شول کله چې دوبۍ د هغو یولسو کسانو نومونه ښکاره کړل چې په اروپآيي پاسپورټونو يې سفر کاوه.
ددغو یولسو له جملې څخه ۶ يې بریتانوي ،درې ایرلینډي ،یو جرمنۍ او یو فرانسوۍ پاسپورتونه دي.

برتانیا او ایرلینډ چې دواړه وايي د حماس د دغه غړيي د مشکوکو وژونکو لخوا کارول شوي پاسپورتونه جعلي دي نن د اسرایلو سفیر هم احضار کړ.

راپورونه د دوبۍ د پولیسو د مشر په حواله وايي چې هغه په سلو کې ۹۹ یقیني دی چې د مبحوح د وژنې تر شا د اسرایلو استخبارات دي.

خو اسرایل وايي داسې کوم ثبوت نشته چې وښیي د حماس دغه غړی موساد وژلی دی.