په هلمند ولايت كې سيمه ايزو چارواكو منلې چې د يوه مين په چاودنه كې لس تنه ملكي كسان ټپيان شوي دي.
دا مين د نادعلي ولسوالۍ د سيستاني په سيمه كې هغه مهال وچاوديد چې د ملكي كسانو د سورلۍ موټر پرې وخوت.
د دې پيښې په اړه ډير جزييات نه دي وركړل شوي.
په يو بل خبر كې د كورنيو چارو وزارت ويلي، چې د هلمند ولايت د موسى كلا ولسوالۍ په لاره كې يومين ښخوونكى د خپل مين په چاودنه كې وژل شوى.
په خبركې ويل شوي چې امنيتي ځواكونو په تيرو څلورويشتو ساعتونو كې په كندهار او ارزګان ولايتونو كې هم څو كړۍ ښخ شوي ماينونه كشف او شنډ كړي دي.
د هلمند ولايت په مارجه سيمه كې د روانې اونۍ له پيله د افغان او بهرنيو ځواكونو پوځي عمليات روان دي، افغان او بهرني ځواكونه وايي، چې تراوسه يې مهمې سيمې له وسله والومخالفينو څخه نيولي دي.