امریکا او ایټالیا زلمي رسول سره د لامرستو ژمنه وکړه

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې د هيواد د بهرنيو چارو وزير د امريكا د كانګرس له يوه پلاوي او د ايټاليا د بهرنيو چارو وزارت له سكرتر جنرال سره په ليدنه كې د نويو مرستو ژمنې ترلاسه كړي دي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند احمد ظاهر فقيري ازادي راډيو ته وويل، چې د امريكا د كانګرس پنځه كسيز پلاوي، چې كابل ته يې سفر كړى د امريكا له اوږد مهاله مرستو او په هيواد كې د بيارغونې له بهير څخه د كانګرس د ملاتړخبره كړې.

ښاغلي فقيري څرګنده كړه، چې د ايټاليا د بهرنيو چارو وزارت سكرتر جنرال هم په دې هيواد كې له شوو پرمختګونو څخه خوښي ښودلې او ويلي يي دي، چې هېواد به يې په بيلابيلو برخو كې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام وركړي.

ويل شوي، چې دغه پلاوي به په كابل كې له نوروافغان چارواكوسره هم وګوري.