په خوست كې ميشت د ايتلافي ځواكونو چارواكي وايي چې د دغه ولايت د باك ولسوالۍ په مربوطاتو كې يې يوه بې پيلوټه كشفي الوتكه را لويدلې ده.
په خوست د ايتلافي ځواكونو وياند جګړن ګريك كوري نن ازادۍ راډيو ته وويل، چې دغه كوچنۍ الوتكه يوازې د عكس اخيستلو لپاره وه او تېره ورځ د تخنيكي ستونزو له امله راولوېده.
خو وسلوالو طالبانو ادعا كړې چې دا الوتكه يې راغورځولې او اوس له دوى سره ده. چارواكي د دوي ادعا ردوي.
بل خوا په خوست کې د ملي اردو د ځواكونو چارواكي وايي، چې نن سهار يې د دغه ولايت د يعقوبيو ولسوالۍ پر لار درې ځاى پرځاى شوي ماينونه كشف او خنثى كړل.
په خوست د ملي اردو د لومړۍ نمبر لوا درستيزوال جنرال ظهير وردګ همداراز وايي چې په يعقوبيو ولسوالۍ كې د ملي اردو په مشرۍ د افغان او امريكايي ځواكونو ګډ عمليات چې د تېرو دوو اونيو راهيسې پيل شوي و، دوام لري.
نوموړي همداراز تاييد كړه چې وسلوالو طالبانو تيره شپه په يعقوبيو ولسوالۍ د درنو ا وسپكو وسلو حمله وكړه چې د ده په وينا د سر زيان نه لري.
د وسلوالو طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد ادعا كړې ده چې په دغې حملې كې يې افغان عسكرو ته مرګ ژوبله اړولې. خو چارواكي دغه ادعا ردوي.