۲۱ کاله مخکې د سلواغې د میاشتې ۲۶ م شوروي اتحاد له افغانستان څخه ووت

نن د سلواغې د مياشتې ۲۶ له افغانستان څخه د پخواني شوروي هېوادو د ځواكونو وتلو له ورځې سره برابره ده، چې د افغانستان د دولتي ادارو د مامورينو لپاره د رخصتۍ ورځ اعلان شوې ده.

د پخواني شوروي اتحاد ځواكونو، چې د ۱۳۵۸ كال د مرغومې په شپږمه پر افغانستان يرغل وكړ بالاخره د ۱۳۶۷ كال د سلواغې په ۲۶ نېټې يې خپله ماته ومنله او له افغانستان څخه ووتل.

افغانان هر كال دغه ورځ د ژغورنې د ملي ورځې په نوم لمانځي چې تمه ده نن له دغې ورځې څخه د افغانستان په مركز او ولايتونو كې د غونډو په جوړولو سره لمانځنه وشي.

راپورنه وايي، چې په كابل كې به د پخوانيو مجاهدينو څخه جوړه د جهاد ټولنه هم له دغې ورځې څخه د ځانګړو مراسمو په ترسره كولو سره لمانځه وكړي.