د افغانستان ولسمشرحامدکرزي د هېواد سپورټي ټیمونه د وروستیو بریالیتوبونو په خاطر وستایل.
د افغانستان د کرکټ ټیم وړمه ورځ په متحده عربي اماراتو کې د شلو اورونو د اتو هېوادونو په مسابقو کې د اتلولۍ مقام ترلاسه کړ او افغانستان په خپل سپورټي تاریخ کې د لومړي ځل لپاره په ډله ایزو لوبو کې په نړېوالو سیالیو کې د برخې اخیستو جوګه شو.
تردې مخکې د افغانستان د ځوانانو ټیمونو د بنګله دېش په سیالیو کې د سرو زرو اووه مډالونه ترلاسه کړل.
ولسمشرکرزي په خپل پیغام کې ویلي د افغانستان د ورزشي ټیمونو او لوبغاړو په بریالیتوب نه یوازې ورزشکارانو بلکې ټول ملت ته مبارکې وايي.
کرزي ویلي، چې دی د افغان لوبغاړو په لاسته راوړنو ویاړي، چې په هېواد کې له ستونزو او مشکلاتو سره سره یې په مهمو سپورټي میدانونو کې د افغانستان بیرغ رپولی دی.