پرون د سند ايالت په دادو سيمه كې په يوه بمي چاودنه كې درې تنه و وژل شول او شاوخوا شل تنه ټپيان شول.
د دې چاودنې پړه د لښكر بلوچستان په نامه يوې وسلوالې ډلې پر غاړه اخيستى دى. پوليس وايي، چاودنه يوې سينما تر څېرمه په يوه رخشه كې د ځاى پر ځاى شوي بم له امله وشوه او وايي، چې د چاودنې له ځايه يې يو مشكوك بكس او يو تن- چې ويل كېږي ځان وژونكۍ بريد كوونكۍ دى، هم نيولى دى، په دادو سيمه كې تر چاودنې وروسته په ښار كې د ويرې له امله كاروباري مركزونه تړل شوي دي.
ځينې سرچينې وايي، چې دغه چاودنه د ځان وژونكي بريد په ترڅ كې تر سره شوه، خو د حيدراباد سيمې د پوليسو مشر جاويد عالم اوډو دا خبره ردوي او وايي چاودنه بمي چاودنه وه، د لښكر بلوچستان په نامه وسلوال سازمان، چې د دې چاودنې پړه يې پر غاړه اخيستې، په لومړي ځل د بلوچستان پر ځاى د سند ايالت په يوه ښار كې د چاودنې پړه منلې ده.