ولسمشرحامد كرزي وايي، په افغانستان كې د سولې او امنيت د لا ټينګولو لپاره به د هېواد د علماوو شورا په وړانديزونو او سپارښتنوغور وكړي.
د افغانستان د علماو شورا يو شمېرغړيو تېره ورځ د جمعې د لمانځه له ادا كولو وروسته له ولسمشر سره وكتل او له هغه څخه يې وغوښتل، چې د سولې په راتلونكې جرګې كې وسلوالو مخالفينو ته هم بلنه وركړې، د هغوي د مشرانو نومونه له تور لست څخه لرې كړي، همداراز په هېواد كې د سولې د ټينګولو لپاره دې د نړۍ له نورو اسلامي سازمانونو څخه هم مرسته وغواړي.
د افغانستان د علماو شورا له وسلوالو مخالفينو هم غوښتي چې د سولې په پروسه كې برخه واخلي.
د افغانستان د جمهوري رياست له خوا په يوې خپره شوې اعلاميې كې ويل شوي دي، چې ولسمشر د علماو شورا د وړانديزونو په اړه غور كوي او د پلې كېدو لپاره به يي هڅه وكړي.
ټاكل شوې افغان دولت په هېواد كې د سولې او ثبات د لا ټينګولو لپاره راتلونكى پسرلي د سولې يوه جرګه جوړه كړي.