په ایران کې روان حالت نړیوال اندېښمن کړي دي

د راپورونو له مخې د ایران د حکومت پلوو ځواکونو او د اپوزیسیون د پلویانو ترمنځ د دغه هېواد د اسلامي انقلاب د کالیزې د مراسمو په مهال ځای ځای نښتې وشوې.

په ایران کې سږنۍ کالیزه په داسې حال کې ولمانځل شوه، چې د دې هېواد کورني حالات له انقلاب راهیسې په تېر جون میاشت کې د ولسمشرۍ تر انتخاباتو وروسته د محمود احمدي نژاد په بریالیتوب
سره ډیر خراب شوي دي.

د راپورونو پر اساس د مخالف ګوند پر مشر مهدي کروبي، اصلاح غوښتونکي او پخوانی ولسمشر محمد خاتمي هم هغه مهال د سخت دریځو له خوا حملې وشوې، چې هڅه یې کوله په دغو مراسمو کې ګډون وکړي.

د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو اوامنیتي پالیسۍ لوړ پوړې استازې کاترین اشټون په یوه اعلامیه کې د دغو راپورونو په اړه د اروپایي اتحادیې اندېښنه څرګنده کړې ده او ویلي یې دي، چې مخالف مشران د تاوتریخوالي او دهشت قرباني کیږي، چی د نیولو امکان یې هم شته.

له بلی خوا د بشری حقونو ډلو په ژینو کې میشتې د ملګروملتونو د بشري حقوقو له شورا غوښتنه کړې، چې پر ایراني مقاماتو فشار راوړی، څو د بشري حقوقو څارونکو ته ایران ته د ننوتو اجازه ورکړي.

د امنیستي انټرنشنل یا دبخښنی نړیوال سازمان، په ایران کې د بشري حقوقو د نړیوال کمپاین، د نړي د محصلانو اسامبلې او زما رایه څه شوه، د ټولنو استازیو په ایران کی له سوله ییزو مظاهرو سره د ملاتړ څرګندولو لپاره تیره شپه په نیویارک کې د ملګروملتونو د مقر په مخکی پټه خوله لاریون وکړ.