چارواکي وایي، چې افغان اونړیوالو ځواکونو د هلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ د محاصرې کړۍ تنګه کړې او پرطالبانو د تېښتې ټولې لارې یې تړلي دي.
په داسې حال کې چې افغان او د ناټو ځواکونو قوماندانانو په مارجې د پراخو عملیاتو د پیلېدو نېټه پټه ساتلې خو راپورونه وایي، چې د مارجې ولسوالۍ په څنډو کې د طالبانو او بهرنیو ځواکونو ترمنځ د خال خال ډزې او نښتې پیل شوي دي.
د امریکایی د پلي سمندري ځواکونو قوماندانانو ویلي، چې د مارجې ولسوالۍ ته په غزیدلو اساسي ټولو لارو کې د ځواکونو ځای پرځای کېدل بشپړ شوي دي.
په همدی حال کې طالبانو په خپله ویبپاڼه کې ژمنه کړې، چې د مارجې دفاع به وکړي.
د طالبانو ویاند قاری یوسف احمدي وایي، چې دوی به د افغان او بهرنیو ځواکونو پرضد چریکي جګړه وکړي او د خرپ او ترپ له شیوې به کار واخلي.