د افغانستان د کرکټ لوبډلې امریکا ته ماته ورکړه

نن افغانستان په مسلسله توګه درېيم هېواد يعني د امريكا متحده ايالاتو ته هم د كركټ د شلو شلو اورونو په سيالۍ كې ماته وركړه.

د كابل د كركټ د فدراسيون مشر حاجي عزيزالله فضلي ازادي راډيو ته وويل، چې لومړي بيټنګ افغانستان وكړ، چې د څلور و لوبغاړو په سوزيدو سره يې 135 منډې جوړي كړې.

وروسته بيا د امريكا د متحده ايالاتو د كركټ ټيم په دغو شلو اوروونو كې د اوو لوبغاړو په سوزيدو سره يوازي ۱۰۶ منډې جوړې كړې، چې په دې توګه افغانستان ترې ۲۹ منډې زياتې او متحده ايالاتو ته يې ماته وركړه.

تر دې مخكې د ۲۰۱۰ نړيوال كپ لپاره د غوراوي په دغو سياليو كې افغانستان، ايرلنډ او سكاټلنډ ته هم ماتې وركړې وه.