د افغان مجاهدینو امریکا يي ملاتړ "چارلي ویلسون" مړ شو

د امریکا د کانګرس پخوانی غړی چارلی ویلسون، چې د شوروی اتحاد د ځواکونو پرضد د افغان مجاهدینود جګړی د تمویلو د هڅو له امله یې شهرت موندلی و، د ۷۶ کلنی په عمر مړ شو.

په تکزاس ایالت کې د روغتون چارواکو وویل، چې ویلسون پرون چهار شنبه ظاهرا د قلبي حملې له امله مړ شو.

نوموړي پرون وروسته له هغه روغتون ته ولیږدول شو چې په یوه غونډه کې ورته نفس تنګي پیدا شوه.

ویلسون چې یو وخت د میلمستیا او څښاک پخاطر د ښه وخت چارلي
لقب ورکړل شوی و، د ۱۹۷۳ او ۱۹۹۶ کلونو ترمنځ یې د کانګرس د استازیو په جرګه کې د تکزاس ایالت استازیتوب کاوه.

د هالیوډ ستوری ټام هانکس چې په ۲۰۰۷ کال کې د هالیوډ د چارلي ویلسون جګړې په نوم په فلم کې یې د ویلسون رول لوبولی و، وویل، د دې فلم داستان د ویلسون پرهغو هڅو څرخي، چې په ۱۹۸۰ لسیزه کې یې د شوروی له خوا د افغانستان د اشغال په دوران کې مجاهدین په وسلو سمبال کړل.

ویلسون افغان مجاهدینو ته د سټینګر په ګډون د وسلو ورکولو یوه اساسي مهره ګڼل کیږي، چې د دې کار لپاره یې د امریکا د استخباراتو ادارې سي، ای، اې ته په ملیارډونو ډالر برابرکړل.