د سره صلیب نړیواله کمېټې خبرداری ورکړی، چې د افغانستان په جنوب کې د وسله والو طالبانو پرضد د ناټو ځواکونو پراخ عملیات به ډېر زيانونه له ځان سره ولري.
سره صلیب په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي، چې د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې، چې د ناټو او افغان ځواکونو د طالبانو پرضد لومړني عملیات پیل کړي، د زيانونو شمېر زیات شوی او ټپیانو ته روغتیایي خدمات له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي.
سره صلیب په سیمه کې د روغتیایي بيړنيو ډلو د زیاتوالي غوښتنه کړې او دغه راز یې د جګړې پر ښکېلو خواوو غږ کړی، چې د ټپیانو د درملني، که ملکیان دي یا وسله وال درناوی وکړي.
په همدې حال کې د افغانستان د ولسمشر ویاند وحيد عمر وایي، چې کورنیو او بهرنیو ځواکونو ورته ډاډ ورکړی چې، دا عملیات به په داسي ډول کېږي، چې ملکي مرګ ژوبله په كې ډېره كمه وي.
نوموړى وايي، چې اړوندو ادارو د د سيمې څخه د بېځايه شوو كورنيو لپاره پوره خوراكي مرستې برابري كړي دي.