د سالنګ په سيمه كې د ژغورنې عمليات اوس هم روان دي او سيميز چارواكي وايي، چې د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې تر اوسه پورې د مړو شمېر كابو دوه سوو ته رسيدلى دى.
سيمې ته د جمهوري رياست او عامې روغتيا وزارت يو ګډ پلاوى هم ورغلى دى.
د ولسمشر يوه وياند، حامدعلمي نن ازادى راډيو ته وويل، چې د ژغورني عمليات نورهم جدي شوي او سيمې ته نور ځواكونه ورليږل شوي دي.
ويل كيږي، تر اوسه ډېره لاره له واورو پاكه شوې او كېداى شي د مرګ ژوبلې شمېر نورهم زيات شي.
ولسمشر كرزي د دغې مرګ ژوبلې په اړه اندېښنه ښوولې او له پېښو سره د مبارزي ادارې ته سپارښتنه كړې ده، چې د داسي پېښو د تكرار مخنيوی ته دې تدابير ونيسي. د سالنګ پېښه د دوشنبې په ورځ ناوخته رامنځته شوه.