میدان وردګو کې لسګونه میله وسله ډایاک ته وسپارل شوه

په ميدان وردګو ولايت كې سيمه ايز چارواكي وايي، لسګونه ميله سپكه او درنه وسله چې د دې ولايت له بېلابېلو سيمو څخه ترلاسه شوې وه د ډاياګ پروګرام ته يې سپارلې ده.

د ميدان وردګو ولايت مطبوعاتي دفتر ويلي، چې دا درې دېرش ميله وسله په تيرو دوو مياشتو كې له جلريز، جغتو او ميدان ښار څخه په عملياتو كې ترلاسه سوې وه او د وسلو ټولو پروګرام ته تلسيم شوه.

له بلې خوا د كورنيو چارو وزارت خبر وركړى، چې تېره ورځ يو كس چې غوښتل يې د ارزګان ولايت په ترينكوټ كې مين ځاى پرځاى كړي د خپل ماين په چاودنه كې وژل شوى دى.