په كوټه كې غرمه د يوۀ باراني خوړ له څنډو د خاورو يو غټ كمر را نړېدلى، چي د اېدي مرستندويې ادارې په وينا په نيتجه كې يې شپږ تنه مړۀ شوي، يو تن ټپي دى او څلور تنه لا هم تر خاورو لاندې ورك دي او د هغوى د ژغورنې عمليات دوام لري.
دا پېښه د كوټې لوى زندان ته څېرمه پر شيخ عمر سړك باندې وروسته له هغه را منځته شوې چې په دې ښار كې د تېرو دوو ورځو د بارانونو او واورو له امله په خوړ كې ګڼې اوبه راغلې وې او له امله يې د خاورو كمر يا پاڼ را ونړېد.
تر كمرۀ لاندې په جوړه شوې سمڅه كې لس دوولس تنه، چې ويل كېږي نشه يان دي- ناست ول او كمر ورباندې را ونړېد او په نتيجه كې يې مرګ ژوبله رامنځته كړه.