د پروان ولايت امنيتي چارواكي وايي، په سالنګ كې د واورې ورېدو له امله د مړو شوو كسانو شمېر ۱۵ كسانو ته ورسېد.
د پروان امنيه قوماندان جنرال عبدالرحمان سيد خيلي ازادي راډيو ته وويل، تر دا مهال يې ۱۵ مړي د واورو څخه راكښلي دي او تر 50 ډېر ټپیان روغتونونو ته ليږل شوي دي.
نوموړى وايي، چې سيمې ته د ملي ارود سرتير رسېدلي او د سيميزو ځواكونو سره يو ځاى د پېښې په ځاى كې مرسته كوي.
ويل كېږي، نږدې ۱۰۰ موټرونه د سالنګ پر لويه لار د مسافرينو سره يوځاى د تېري ورځى راهيسي د درنو برف كوچونو له امله پر دغه لاره بند دي