ایران اووه تنه د جاسوسۍ په تور نیولي

د ایران دولتي رسنیو وویل چې د دغه هیوادحکومت اووه تنه نیولي او ادعا یې کړې چې دا کسان د ازادۍ راډیو له فارسي څانګې راډیو فردا سره اړیکې لري او ځینې یې د امریکا جاسوسي ادارو ته په مُخبرۍ تورن کړي دي .

د ایران دولتي راډیو او رسمي خبري اژانس ایرنا پرون وویل چې دغو مشکوکو کسانود تېرکال د دسمبر د میاشتې په مظاهرو او ناکراریو کې د اعتراض کوونکو په پارولو کې اساسي رول درلود.

ایرنا خبري اژانس د ایران د استخباراتو د وزارت د اعلایمې له مخې ویلي چې دا اووه تنه مشکوک کسان د انقلاب له مخالفانو، صهیونستي رسنیو او بلواګرو عناصرو سره د ارتباط په خاطر نیول شوي دي .

په راپور کې د نیول شویو کسانو نومونه نه دي اخیستل شوي او دا یادونه هم نه ده شوې چې هغوی کله نیول شوي دي .

ایراني مقاماتو وویل چې نیول شویو کسانو د فبرورۍ په یوولسمه د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د کالیزې په ورځ د بلوا پلان درلود.

د ازادې اروپا- د ازادۍ راډیو د دغو کسانو په نیول کېدو اندېښمنه ده خود ایران د استخباراتو د وزارت له اعلامیې اود دغه هیواد د دولتي رسنیو له راپوره پرته د دې پېښې په باب د کومې بلې سرچینې له لوري مالومات نه لري .