ایران په سلو کې ۲۰ یورانیم غني کوي

د ایران ولسمشرمحمود احمدي نژاد امر کړی چې ایران دې په لوړه درجه د شل فیصده یورانیمو غني کول پیل کړي .

د ایران د اتومي ادارې ريیس علي اکبرصالحي پرون دولتي تلویزیون ته وویل چې دا هیواد به د دوشنبې په ورځ یعنې نن د ملګروملتو د اتومي انرژۍ نړیوالې څارونکې ادارې ته د ایران د دې پلان په باب خبر ورکړي چې غواړي په سلو کې شل یورانیم په لوړه درجه غني کړي.

علي اکبر صالحي وویل په لوړه درجه د یورانیمو د غني کولو پروسه به د سې شنبې په ورځ پیل شي .

د ایران د اتومي ادارې ريیس زیاته کړه چې د دغو موادوپروسس به سبا د نظنز په اتومي بټۍ کې پیل شي .

د امریکا دفاع وزیر رابرت ګېټس د ایران دا اعلان مایوسوونکی بللی او پر ایران یې د زیاتو بندیزونو د لګولو ملاتړ وکړ.

د جرمني دافاع وزیر کارل ګوتنبرګ هم پرون پر ایران د زیاتو بندیزونو غوښتنه وکړه ځکه چې د هغه په وینا نور د نړیوالې ټولنې زغم پای ته رسېدلی دی .