د جنوبي اسیا د هیوادونو په روانو لوبو کې د افغانستان لوبغاړو په بېلا بېلو سپورټي څانګو کې تراوسه پورې د سرو زرو پنځه میډالونه ګټلي دي.
په دې لوبو کې، چې د بنګله دېش په مرکز ډاکې کې د جنوبي اسیا د اتو هیوادونو ترمنځ ترسره کېږي د افغان لوبغاړو د سروزو پر پنځو میډالونو سربېره د سپینو شپږ او د ژېړو لس میډالونه ترلاسه کړي دي.
افغان لوبغاړو ترټولو زیات میډالونه په انفرادي لوبو لکه تکواندو، وزن پورته کولو، جودو او اوشو کې لاسته راوړي.
په ډله ییزو لوبو کې د افغانستان د باسکټبال ټیم اتلولي ترلاسه کړې او د سرو زرو میډال یې خپل کړی دی.
ټاکل شوې ده، چې د افغانستان د فوټبال ټیم نن د کوربه هېواد بنګله دېش له ټیم سره په پایلوبه کې مخامخ شي.
دا د جنوبي اسیا د سارک ټولنې د غړیو هېوادونو د لوبو یوولسمه دوره ده، چې دا ځل په بنګله دېش کې ترسره کېږي.
افغانستان د ترلاسه کړیو میډالونو د شمېر پراساس تراوسه پورې شپږم مقام لري.