د سویډن وسله وال ځواک وايي، چې د دغه هېواد دوه سرتېري او د هغو یو افغان ترجمان د افغانستان په شمال کې وژل شوي دي.
د اسوشیېټډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې د سویډن وسله وال ځواک وايي، د دوی دا دوه عسکر د مزارشریف په لوېدیځ کې وویشتل شول او د مزارشریف ښار په لمنه کې د کمپ مرمل سیمه ییز روغتون ته یووړل شول.
د سویډن وسله وال ځواک په خپله لنډه اعلامیه کې، چې د یکشنبې په ورځ یې خپره کړه، دا هم ویلي چې په دې پېښه کې د دوی درېیم عسکر ټپي شوی دی.
سویډن په افغانستان کې د ناټو ترمشرۍ لاندې د ایساف په چوکاټ کې ۴۵۵ پوځیان لري.