د افغانستان د ښځو چارو وزارت چارواكې وايي، په هېواد كې د ښځو د وضيعت د ښه والې لپاره د نړيوالي ټولنې او افغان دولت اوږد مهاله مرستوته اړتيا لري، چې بايد پدي برخه كي يوه ځانګړي بوديجه په پام كې ونيول شي. د ښځو چارو وزارت چارواكې دا غوښتنه داسې مهال كوي، چې د ملګروملتونو اړوند د يونيسف اداري په هېواد كې له بېلا بېلو ګواښونو سره د مخ يوشمير افغان ميندو او ماشومانو د خوندي ساتلو لپاره د اته ويشت ميليون ډالرو غوښتنه كړې ده.
د ښځو چارو وزارت وايي، له افغان ميندو او ماشومانو سره كيدونكې نړيوالې مرستې بايد د دغه وزارت له لارې وشي.
د ښځو چارو وزارت وياند ودان فراهي ازادي راډيو ته وويل، چې په افغانستان كې ښځې له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي، چې د هوارولو لپاره يې پراخې هڅې روانې دي.
ښاغلي فراهي وويل، چې دوى له وزارتونو او نړيوالو موسسو غواړي، چې له خپلې بوديجې څخه دېرش سلنه يې د ښځو لپاره په پراختيايي پروژو ولګوي.
ښاغلي فراهي د يونسف د هغې غوښتنې په اړه هم خپله بې خبري څرګنده كړه، چې په كې په افغانستان كې د شاوخوا دوو مليونو ښځو او ماشومانو ته، چې له ګواښ سره مخامخ بلل شوي بيړنۍ مرسته غوښتل شوي.
نوموړى وايي، چې يونيسف دغه مرستي د خپلو عادي چارو د پرمخ وړلو لپاره كړې او دوی نه پوهيږي، چې دغه مرستې به يونيسف په كومو برخو كې ولګوي.
ښاغلي فراهي د خپلو خبرو په دوام كې دا هم وويل، چې ټاكل شوې په نږدې راتلونكې كې په نيويارك كې د ښځو په اړه يوه غونډه جوړه شي او دوى به ورته په هېواد كې د ښځو په وړاندې د شتو ستونزو د لرې كولو لپاره ځانګړې طرحې وړاندې كړي.
يونسف يا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق په ۲۰۱۰ میلادي کال كې اړو ميندو ته د مرستود رسولو په اړه يو نوى رپوټ خپور كړى.
دې ادارې په افغانستان كې كابو دوه ميليونه ميندي او ماشومان له بيلا بيلو خطرو نو سره مخ بللی دی او په خپل سږني رپوټ کې يې د افغانستان لپاره د دغو ميرمنو او ماشومانو د ژغورنې لپاره د اته ويشت ميليونو ډالرو د مرستي غوښتنه كړې.
ښاغلي فراهې د يونيسف له خوا د پيسو د غوښتني ملاتړ كړی، خو ويلي دي چې بايد دا ډول هڅې له افغان دولت سره په همغږي پر مخ يوړل شی.
په دې وروستيو كې رپوټونه ښيي، چې په هېواد كي نا امني، كورنۍ تاوتريخوالي، د خوراكي توكو ګرانې او داسي نورې ستونزې ميندې او ماشومان له بيلابيلو ستونزو سره مخامخ كړي دي.
د چارو د كارپوهانو پر ونيا په افغانستان كې د طالبانو د واكمنۍ له نسكورېدو وروسته په هېواد كې د افغان ښځو او ماشومانو د ژوند د ښه والې لپاره په ميليونه ډالره راغلي خو لكه څنګه چې ښايي د دوی پر وړاندې پرتې ستونزې يې نه دي هواري كړي.