هلمند کې یوې چاودنې ۲۲ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

چارواکي وایي، د هلمند ولایت په مرکز لشکرګاه کې، د سپیو جنګولو په مېلې کې د چاودنې له وجې لږ تر لږه دوه کسان مړه او شاوخوا شل نورټپیان دي.

د هلمند د روغتیا رییس کمال الدین وایي، چاودیدونکي مواد په یوه موټر سایکل کې چې د خلکو ګڼې ګوڼې ته نږدي درول شوی و، ځای په ځای شوي وو.

په عین حال کې، ناټو او امریکایي ځواکونو په هلمند ولایت کې د وسله والو په ضد د سترو پوځي عملیاتو تیاری نیولی دی.