د پنجشير ولايت چارواكي وايي، چې د نشه يي توكو دوه تنه قاچاق وړونكي له ۳۲ كيلو ګرامه نشه يي توكو سره نيول سوي.
د پنجشير ولايت د نشه يي توكو په وړاندې د مبارزې مدير سمونيار ګلستان عاصم نن ازادي راډيو ته وويل، دغه دوه تنه د بغلان ولايت د اندراب ولسوالۍ اوسېدونكي دي چې غوښتل يې د دغه ولايت له لارې څخه ۳۲ كيلوګرامه ترياك كابل ته يوسي، چې د امنيتي ځواكونو له خوا ونيول شول.
د چارواكو په خبره چې پنجشير يو له هغو ولايتونو څخه دى چې د كوكنارو كښت نه دى په كې شوى او د نشه يي توكو قاچاق وړونكي په كې لږ ليدل شوي.