د نیویارک یوه محکمه ډاکټر عافیه د القاعدې ډلې غړې ګڼي

یوه پاکستانۍ میرمن د نیویارک په یوې محکمې کې په دې مجرمه وګڼل شوه، چې په افغانستان کې یی پر امریکانو ډزې کړي دي .

اوه دېرش کلنه عافیې صدیقي د دوه زره اتم میلادي کال په جولای کې د افغانستان د غزني په ولایت کې د تحقیق په مهال هله د امریکا د فدرالي تحقیقاتي ادراي پر مامورینو او پوځي کارکونکو ډزې کړې وي، چې له یوه امریکایي سرتیري یې توپک اخیستی و.

په پېښه کې امریکایانو ته هيڅ زیان نه و رسیدلی خو عافیه په ډزو کې ټپي شوې وه. د امریکا حکومت هغه له القاعده سره په تړاو تورنه کړې پر هغې د قتل تورنه هم لګول شوی .

میرمن عافیه په خپلو جرمونو اعتراف نه دی کړی. خو که دا جرمونه ورباندی ثابت شي نو ممکنه ده، چې هغی ته د عمري بند سزا ورکړل شي.