د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې د ايران له دولت څخه يې غوښتي دي څو د پينځه تنو هغو افغانانو قضيه وڅيړي چې د ايران د سرحدي پوليسو د وهلو له امله مړه شوي دي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند احمد ظاهر فقيري ازادي راډيو ته ويلي، چې د ايراني پوليسو د دغه عمل د غندلو تر څنګ د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ايراني چارواكو ته يوليك هم استولى او په جدي توګه يې د دغې قضيې د څيړنې غوښتنه كړې ده.
ويل شوي چې دغه افغانان د افغانستان له پولې څخه ايران ته د اوښتولو پر مهال د پوليسو له خوا وهل شوي او بيا مړه شوي دي.
دا په داسې حال كې ده چې تر دې د مخه هم د افغانستان سره د ګاونډيو هيوادونو ايران او پاكستان څخه د افغان كډوالو د وهلو، ټكولو راپورنه وركړل شوي دي.