سنټ پیټرزبرګ ښار ته نږدې یوه چاودنه شوې

سنټ پیټرزبرګ ته نږدې د اورګاډي په لاره نن چاودنه وشوه، چې له امله یې د اورګاډي یو چلونکی ټپي شو.

څارونکي وايي، دا پېښه د کومې چاودیدنکې وسلیې د انفجار له امله رامنځ ته شوې ده.

اورګاډی چلونکی چې په پښه ټپي دی په روغتون کې بستر شوی دی. د دې پیښې له امله د همدي اورګاډې له سټیشن څخه نږدې سیمو ته تګ راتګ منع شوی او پولیسان په سیمه کې په پلټنو لګیا دي.

په تیر نوامبر میاشتې کې هم د ماسکو او سنټ پیټرزبرګ تر منځ د اورګاډي په لاره چاودنه وشوه، چې په اورګاډي کې مسافرو ته یې زیان ورساوه او لږ تر لږه شپږ ویشت تنه یې له امله ووژل شول.

د روسیې د شمالي قفقاز اسلامي پالو یاغیانو د دې پېښې مسوولیت په غاړه اخیستی دی.