د افغانستان د جمهوري رياست چارواكي وايي، چې د ولسمشر حامد كرزي او د سعودي عربستان د چارواكو ترمنځ د خبرو اترو په ترڅ كې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيكو او په افغانستان كې د سولې د راوستلو په اړه سره خبري وشي.
د جمهوري رياست يوه وياند احمد ضيا سيامك هروي ازادي راډيو ته وويل، چې تمه ده جمهور ريیس حامد كرزي به د سعودي عربستان له پاچا او يوشمېر نورو چارواكو سره نن وګوري.
افغان چارواكي په خپل هېواد كې د سولې او ثبات د ټنګيدو په برخه كې د سعودي عربستان رول ډېر مهم بولي او له همدي امله يې له مخالفينو سره د سولې د خبرو په برخه كې هم د سعودي عربستان له پاچا څخه د مرستې غوښتنه كړې ده.