کورنیو چارو وزارت د ښځینه وو پولیسو جلبوي په هڅه کې دی

د افغانستان د كورنيو چارو وزارت ويلي، چې د ښځينه پوليسو د جلبولو لپاره يې نوې هڅې پيل كړي دي.

د افغانستان د كورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر ازادي راډيو ته ويلي دي، چې په دې اړه د لارو د لټون په هدف په كابل كې يو سيمينار هم جوړ شوى دى.

دا هڅې په داسې حال كې پيل شوي چې ټاكل شوې د افغانستان د پوليسو شمير له يو نيم لكو څخه واوړي، چې په دې اړه د لندن په كنفرانس كې هم خبرې شوې دي.

د افغانستان د ملي اردو او پوليسو په ليكو كې دا مهال هم په سلګونه ښځې دنده سر ته رسوي.