بشري حقونو افغانستان کې د سولې راوستلو هڅې وستایلې

د افغانستان د بشر د حقوقو خپلواك كميسيون د افغان دولت د سولې د هڅو هركلى كړى او د منل شوو اصولو په چوكاټ كې يې په دې برخه كې د عملي اقدام غوښتنه كړې ده.

د دې كميسيون له خوا په يوه خپره شوې اعلاميه كې ويل شوي، چې له وسله والو مخالفينو سره د سولې خبرې اترې بايد د انساني حقوقو د ارزښتونو له مخې ترسره شي او خلك هم په كې ګډون ولري.

د بشر د حقوقو خپلواك كميسيون په داسې حال كې له مخالفينو سره د افغان دولت د سولې له هلوځلو څخه هركلى كړى، چې څو ورځې مخكې د لندن په كنفرانس كې له دې هيواد سره مرسته كوونكو هېوادونو او د ملګرو ملتونو سازمان هم له دې طرحې نه ملاتړوكړ.

خووسله والو طالبانود يوې اعلاميې په خپرولوسره له افغان دولت سره دسولې خبرې آترې رد كړيدي.