د هلمند بې ځایه شویو سره مرستې پیل شوې

د هلمند په ولايت كې له تيرې ورځې راهيسې د جګړو له امله سلګونوبي ځايه شوو كورنيوته دسرې مياشتې دعالې ټولنې لخوا دمرستو ويشل پيل شوي دي.

په خبركې ويل شوي، چې په دغو مرستو كې خوراكي او نور ژمني مواد شامل دي او كابو شپږو سوو اړو كورنيو ته به وويشل شي.

د هلمند ولايت د سرې مياشتې دعالې ټولنې رييس ډاكټر احمد الله ازادي راډيو ته وويل چې دا مرستې په ګرشك، نوزاد او باباجي سيمو كې ويشل كيږي.

په دغو سيموكې بي ځايه شويو خلكو ددغو مرستو له ترلاسه كولوڅخه خوښې ښودلې او غوښتنه يې كړې چې دولتي اوغيرحكومتي مرستندويه موسسې بايد له دوى سره نورې مرستې هم ترسره كړي.