کرزی: د سولې د راوستو لپاره نورې غونډې هم جوړوو

د افغانستان جمهوررييس وايي، چې د روغې جوړې د طرحې د عملي كولو او په هيواد كې د سولې د راوستو لپاره به ډيرې هڅې وشي او د دې لپاره به د هېواد په دننه او بهر كې كنفرانسونه جوړ شي.

ولسمشر كرزي نن په يوه خبري كنفرانس كې وويل، چې د لندن په نړيوال كنفرانس كې د افغانستان د سولې له طرحې څخه ټينګ ملاتړ وشو او دى تمه لري، چې د سولې لپاره خبرې اترې ښه نتيجه ولري.

جمهور رييس وويل چې په پسرلي كې به په كابل كې د سولې او ملي روغې جوړې يو مهم كنفرانس جوړ شي او دغه رازيوه جرګه به هم را وبلل شي چې ديني عالمان، قومي مشران او مخور به په په كې ګډون ولري.

ښاغلي كرزي په افغانستان كې د سولې د راوستو لپاره د سعودي عربستان په رول ټينګار وكړ او ويې ويل چې ډېر ژر به نوموړي هيواد ته سفروكړي او د سعودي عربستان له پادشاه شاه عبدالله سره به وګوري.

له وسله والومخالفينوسره د روغې جوړې تګلاره د لندن په كنفرانس كې د ولسمشر كرزي له خوا وړاندې شوه او تمه كيږي چې ديوسلوڅلويښت ميليونه امريكايي ډالروپه لګښت تطبيق شي.