چین د امریکا له خوا پر تایوان دد وسلو پلورلو په غوسه کړی

د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي پر ټایوان باندې د متحد ایالاتو د شاه وخوا شپږ ملیاردو ډالرو په ارزښت د وسلو د خرڅولو د پلان له امله یې هیواد له واشنګتن سره د وسلو راکړه ورکړه ځنډولې ده .

د چین دولتی خبري اژانس سینهوا په حواله دا ځنډ د متحد ایالاتو او تایوان ترمنځ د وسلو د خرڅلاو د معاملې له امله شوي چې د واشنګتن او چین تر منځ پر پوځې اړیکو یې بد اثر غورځولي .

چین تایوان ته د یوه بیل ولایت په سترګه ګوري . د چین دا عکس العمل یو ورځ وروسته له هغي څرګند شو چې د امریکا د ولسمشر بارک اوباما ادارې خپل کانګرس ته وویل چې پر تایوان د وسلو د خرڅولو پلان جوړوي .

د شپږ اعشاره څلورو ملیاردو ډالرو په ارزښت دې معاملې کې د شپیته هاوک هلی کوپترو په شومول له سلو څخه ډیر پرمختللي د توغندي ضد راکټونه هم شامل دي .