د بریتانیا پخواني صدراعظم ټوني بلیر د عراق د جګړې په اړه تحقیقاتي ډلې ته وویل، چې دی له واکه د صدام حسین پر لرې کولو متاسف نه دی.
د عراق په اړه له ټوني بلیر څخه سخت تحقیق روان دی، چې ولې يې په دوه زره درېیم میلادي کال کې عراق ته بریتانیایي عسکر واستول.
ټوني بلیر وویل، د دوه زره لومړي میلادي کال د سپتمبر د یولسمې نیټې ترورستي بریدونو د ده رژیم متاثره کړ او استخباراتي اطلاعاتو داسې رپوټونه خپاره کړل، چې صدام حسین بیا خپل پوځ تیاروي او د ډله ییزې وژنې وسلې جوړوي:
"که چیرته د سپتمبر د یولسمې پېښه نه وای شوې او موږ د صدام پروګرام داسې خطرناکه نه وای اټکل کړی نو وضعیت به دغسې نه و."
په دغه تحقیق کې پر هغو استخبارتي اطلاعاتو هم تمرکز کیږي، چې د دوه زره درېیم میلادي کال په مارچ میاشت کې یې اجازه ورکړه چې په عراق کې جګړه وشي.
بریتانیا او د امریکا متحد ایالاتو مخکې ویلي وو، چې دا برید له اصولو سره سم و ځکه چې د صدام حسین له رژیمه دا ویره وه، چې د ډله ییزې وژنې وسلې جوړوي. خو د عراق له مداخلې سره ملګرو ملتو موافقه ونه کړه.
وروسته تر دې چې په عراق کې د ډله ییزې وژنې وسلې ونه موندل شوې په امریکا او بریتانیا کې د دې جګړې د تحقیقاتو بیا بیا غوښتنه وشوه.