چین: د ایران د اټومي پروګرم لانجه دې د خبرو لا لارې حل شي

چین له ایران سره د دې هېواد د اټومي پروګرام پرسر د خبرو د پیلېدو د هڅو غوښتنه کړې، چې دا اقدام پرتهران د دملګرو ملتونو له لورې د څلورم ځل بندیزونو د لګولو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرې هیلري کلینټن هڅې له خنډ سره مخامخ کوي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر یانګ ییچي په لندن کې د افغانستان په اړه په جوړ شوی کنفرانس کې وویل، د ایران د اټومي پروګرام لانجه دې یواځی د خبروله لارې هواره شي.

هغه دا څرګندونې له کلینټن سره له کتنې وروسته وکړې.

کلینټن له څه مودې راهیسې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې پر ایران د نویو بندیزونو لپاره د ملاتړ حاصلولو هڅې پیل کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیره وایي، ایران د خپل اټومي پروګرام په اړه هغه ژمنې نه دي پرځای کړي، چې نړیوالوسره یې کړې وې او له دې پرته بله لار نه شته چې د تهران پرحکومت فشارونه زیات شي.